پاکستان او ملائشيا تاريخي اړيکې لري: وزيراعظم عمران خان

0
55
پاکستان او ملائشيا تاريخي اړيکې لري: وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې مهاتير محمد پاکستان دوره زمونږ لپاره د فخر خبره ده ، پاکستان او ملائشيا تاريخي اړيکې لري ، مهاتير محمد وينا ده چې يوم پاکستان تقريب کښې شرکت زما لپاره اعزاز دے
اسلام آباد وزيراعظم هاوس کښې ملاقات نه پس وزيراعظم عمران خان او د ملائشيا وزيراعظم مهاتير محمد شريک خبري کانفرنس ته وينا کړېده
په دې موقع عمران خان ووئيل چې د مهاتير محمد پاکستان دوره زمونږ لپاره د وياړ او خوشحالۍ خبره ده
عمران خان وينا وه چې پاکستان او ملائشيا تاريخي تړون لري ، د مهاتير محمد په دور کښې ملائشيا پرمختګ کړے ، ملائشيا د اسلامي نړۍ لپاره رول ماډل حيثيت لري ، مهاتير محمد اسلامي نړۍ کښې د يو عظيم قائد په توګه پيژندلے شي
عمران خان دا هم ووئيل چې ترهه ګرۍ له وجې مسلمانان ډير ځپلے شوي دي ، ځينې طاقتونه اسلام فوبيا ته هوا ورکوي چې له وجې ئې د مسلمانانو سياسي جدوجهد ته نقصان رسيدلے دے
عمران خان د بدعنوائې خلاف د ملائشيا موقف او اقداماتو ستائينه هم کړې
ډاکټر مهاتير خبري غونډې په موقع تود هرکلي د پاکستان شکريه ادا کړه
هغه وينا وه چې د پاکستان او ملائشيا ترمينځه مختلفو څانګو کښې تعاون سيوا کولو او نيغ په نيغه سرمايه کارۍ باندې اتفاق شوے
مهاتير محمد دا هم ووئيل چې بدعنوانۍ خاتمه د ترقۍ لپاره ضروري ده ، دې لړ کښې دواړو ملکونو ترمينځه تعاون جاري دے او مختلفو شعبو کښې يو بل د تجرباتو نه فائده اوچتوو