پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځه به د سيريز وړومبې ټى ټونټى ميچ صباله په برج ټاؤن کښې لوبيږى

پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځه  به د سيريز وړومبې ټى ټونټى ميچ صباله په برج ټاؤن کښې لوبيږى،ميچ به د پاکستاني وخت مطابق ماښام اووه بجې شروع کيږي

د پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځ څلورټي ټونټي ميچونو سيريز وړومبې ميچ صباله په برج ټاؤن کښې لوبيږي کوم به چې ماښام اووه بجې شروع کيږي ميچ کښې به د پاکستاني ټيم قيادت نوموړې بيټسمين بابراعظم کوي پاکستان ټيم په خپل بيټنګ لائن اپ کښې بابراعظم نه علاوه په محمد رضوان،فخرزمان او محمد حفيظ باندې هم زيات انحصار کولې شي ولې باؤلنګ کښې قومي ټيم حسن علي،شاهين شاه آفريدي اوشاداب خان نه زياته طمعه لرلې شي پاکستان او ويسټ انډيز اوسه پورې څوارلس ميچونو کښې يو بل ته مخامخ شوي چې پکښې ګرين شرټس يؤلس ميچونو کښې برې ترلاسه کړې ولې درې ميچونه ويسټ انډيز په خپل نوم کړيدي