پاکستان او چين په جعلي ودونو کښې ککړ ګروپونو پرضد ګامونه پورته کړيدي

0
20

دفتر خارجه ترجمان ډاکټر فيصل وئيلي دي چي پاکستان او چين په جعلي ودونو کښې ککړ ګروپونو پرضد ګامونه پورته کړيدي او په دي لړ کښي دوانړو هيوادونو د معاملاتو تبادله هم کړيده، ايران او امريکي ترمينځه تاو تريخوالي د منطقي لپاره نقصان ده خبره ده
هفته وار بريفنګ ته د وينا په موقع ترجمان وئيلي دي چي د جعلي ميرج بيوروز خلاف ايکشن شروع شويدي، او متاثره خلق پاکستاني افس يا چيني سفارتخاني سره رابطه کولي شي
ترجمان ډاکټر فيصل اووئيل چي د چين او پاکستان ترمينځه جعلي ميرج بيوروز او ملوث خلقو په اړه د معاملاتو تبادله شويده او په اړه به دواړه هيوادونه مؤثره حکمت عملي خپلولو اراده لري
ترجمان زياته کړه چي پنځوس پاکستانيان د امريکي نه ډيپورټ کړي شويدي کوم چي د چارټر تياري د لاري پاکستان ته رارسيدلي دي
ايران او امريکي ترمينځه تاو تريخوالي د منطقي مفاد کښي نه دي بايد دوانړه هيوادونه دي د خبرو اترو د لاري خپل اختلافات ختم کړي
ترجمان اووئيل چي د يو اے اي د جيلونو نه پنځه سوه دوه اوويا قيديان هم خوشي کولي شي او د حکومت کوشش دي چي نور پاکستاني قيديانو لپاره هم ګامونه پورته کړي
مقبوضه کشمير په اړه هغوي اووئيل چي د هند ظلمونه په کشمير کښي روان دي ولي ټولي دنيا پري خپلي سترګي پټي کړيدي، بايد دنيا دي په کشمير کښي د هند ظلمونو خلاف اواز پورته کړي