پاکستان به د هرقسمه جارحيت بهرځواب ورکوي،زبيرمحمودحيات

0
13
پاکستان به د هرقسمه جارحيت بهرځواب ورکوي،زبيرمحمودحيات

چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي جنرل زبيرمحمودحيات وئيلي دي چې پاکستان به د هرقسمه جارحيت او مس ايډوينچر بهرپور ځواب ورکوي،څوک دې هم د غلطۍ کوشش نه کوي، د افغان د مسئلې حل فوځي نه بلکه مذاکرات دي،پاکستان د افغان مفاهمتي عمل مکمل مرسته کوي
داخبرې چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف کميټي اسلام آباد کښې پاکستان سمټ ته خپل خطاب دوران کړيدي، جنرل محمود وئيلي دي چې نړۍ کښې د جنګي سازوسامان لين دين روان دے،پاکستان هم د خپل مفاد او دفاع لپاره په دې شعبه توجه ورکړې، جنرل محمود وئيلي چې په ټوله دنيا کښې که يو طرف ته مسلم ممالک ته مختلف قسمه چيلنجز او کرائسز درپيش دي نو بل طرف ته په اسلامو فوبيا کښې هم ورځ تر بله اضافه کيږي
بهارتي جارحيت حوالې سره جنرل زبيرمحمود وئيلي چې پاکستاني افواج د هرقسمه جارحيت بهرپور ځواب ورکولو ته تيار دے،څوک دې هم د مس ايډونچريا مس کيلکوليشن کوشش نه کوي
افغانستان حوالې سره د جنرل محمود وينا وه چې د افغانستان د مسئلې واحدحل مذاکرات دي، افغانستان کښې امن و استحکام د پاکستان په مفادو کښې دے،پاکستان د افغان مفاهمتي عمل مکمل مرسته کوي