پاکستان تحريک انصاف او بلوچستان نيشنل پارټۍ- مينګل ترمينځه معاهده شوى

0
43
پاکستان تحريک انصاف او بلوچستان نيشنل پارټۍ- مينګل ترمينځه معاهده شوى

د پاکستان تحريک انصاف او بلوچستان نيشنل پارټۍ ترمينځه معاهده شوى،د کومې وروستو چې بلوچستان نيشنل پارتۍ پاکستان تحريک انصاف ته په قومى اسمبلې کښې د حمايت کولو باور ورکړيدې
معاهدې مطابق د بے درکه کسانو مسئله به حل کولې شى او نيشنل ايکشن پلان باندې به په مکمله توګه عمل درامد يقينى کولې شى
دې نه وروستو ميډيا سره خبرو کښې د بى اين پى رهنما اختر مينګل اووئيل چې دوانړو پارټو په تاريخى دستاويزو لاس ليک کړې او د بى اين پى شپږ نکاتى ايجنډا باندې پى ټى آئى اتفاق کړې
د تحريک انصاف رهنما شاه محمود قريشى وينا وه چې د امن او استحکام سره به بلوچستان کښې خوشحالى راځى او دا چې بلوچستان د وسائلو نه مالا مال صوبه ده
هغه زياته کړه چې وفاق او بلوچستان کښې به په يوځائے کار کوو او بهترى به راولو
بلخوا نامزد وزيراعلى بلوچستان جام کمال وئيلى دى چې بلوچستان کښې به تحريک انصاف هم د حکومت حصه وى او د صوبې د ترقۍ لپاره به په شريکه کار کوو