پاکستان دريم ټى ټونټى ميچ هم په پنځه وکټو ګټلې

پاکستان دريم ټى ټونټى ميچ  هم په پنځه وکټو ګټلې او بنګله ديش خلاف ئې د درې ميچونو سيريز کښې کلين سويپ کړېدې ، ديو سل پنځه ويشت رنز هدف قامي ټيم آخري بال باندې پنځه وکټو په زيان پورا کړېدې، شاندار بيټنګ باندې حيدر علي د ميچ او محمد رضوان د سيريز بهترين لوبغاړي ګرځولې شويدي ،بنګله ديش ته سيريز کښې شکست ورکولو وروستو پاکستان د آئي سي سي ټي ټوينټي رينکنګ کښې په دوئم نمبر راغلې دې

ډهاکه ګراؤنډ کښې شوې دريم ټي ټوينټي ميچ کښې بنګله ديش ټاس ګټلو نه پس د بيټنګ فيصله کړې وه او پاکستان ته ئې ميچ ګټې لپاره د يو سل پنځه ويشت رنز هدف ورکړې وو بنګله ديش طرف نه محمد نعيم اوه څلويښت، شميم حسين دوه ويشت او عافف حسين شل رنز جوړ کړې وو پاکستان طرف نه محمد وسميم او عثمان قادر دوه دوه وکټې په خپل نوم خړې وې پاکستان د سنسني خيز مقابلے وروستو مقرره هدف په آخري بال پورا کړې او بنګله ديش خلاف ئې کلين سويپ کړېدې پاکستان طرف نه حيدر علي شاندار پنځه پلويښت او محمد رضوان څلويښت، بابراعظم نورلس ،سرفراز احمد او افتخار احمد شپږ، شپږرنز جوړ کړې وو ميچ ګټلو سره پاکستان سيريز درې صفر سره په خپل نوم کړې او هوم ګراؤنډ باندې ئې بنګله ديش خلاف کلين سويپ کړېدې سيريز ګټلو نه پس پاکستاني ټيم ټي ټوينټي رينکنګ کښې په دوئم نمبر راغلې دې شاندار بيټنګ باندې حيدر علي ته دميچ بهترين لوبغاړي او محمد رضوان ته د سيريز بهترين بيټر اعزاز ورکړې شويدې