پاکستان دهپاټائټس سى مريضانو شميره کښې د نړۍ د ټولو لوئې ملک جوړ شوې

پاکستان دهپاټائټس سى مريضانو شميره کښې د نړۍ د ټولو لوئې ملک جوړ شوې

وفاقى حکومت انکشاف کړې چې پاکستان د هپاټائټس سى مريضانو شميره کښې د نړۍ د ټولو لوئې ملک او ايچ ائى وى په شميره کښې د فلپائن نه پس د ايشيا دوئم لوئې ملک جوړ شوې دې
دا خبره وفاقى مشيرصحت ډاکټر ظفرمرزا او د سندهـ صحت وزيرې عذرا پيچوهو کراچۍ کښې د پريس کانفرنس دوران کړى
هغوى اووئيل که چرې هنګامى توګه باندې ګامونه پورته نه کړې شول نو ايچ ائى وى ايډز به د ملک لپاره ډيره لويه ستونزه جوړه شى
مشيرصحت اووئيل چې دا وخت پاکستان کښې هيڅ يو فارماسيوټيکل کمپنى د ايډز لپاره دروګان نه جوړوى
هغه اووئيل چې د پاکستان فارماسيوټيکل کمپنيانې د ايډز داروګان جوړولو پوره صلاحيت لرى او ورته هدايات جارى کړې شوى چې په فورى توګه د دغه داروګان جوړول شروع کړى
يو رپورټ ترمخه پاکستان په ايشيا کښې د فلپائن وروستو د ټولو زيات د ايډز مريضان لرى د کمې لويه وجه چې استعمال شوى سرنج او نائى خانو کښې د بيلډونو بيا بيا استعمال دې
خبرى غونډې دوران مشيرصحت اووئيل چې سرکارى او پرائيويټ هسپتالونو کښې به اټو لاک سرنج استعمال لازمى کولې شى