پاکستان دويم ون ډے کښې زمبابوے ته شپږ وکټوسره ماتې ورکړې

پاکستان دويم ون ډے کښې زمبابوے ته شپږ وکټوسره ماتې ورکړې

پاکستان دويم ون ډے کښې زمبابوے ته شپږ وکټوسره ماتې ورکړې ،قامي ټيم د دوه سوه، اووه ررنزونو هدف په څلور وکټو پورا کړو او سيريز کښې ورته دوه صفر سره برتري ترلاسه شوه ،د قامي ټيم لخوا افتخار احمد په شاندار باولنګ پلئير آف دي ميچ ګرځولې شويدے
پنډۍ کښې لوبيدلي دويم ون ډے ميچ کښې زمبابوے ټيم د پاکستان خلاف ټاس ګټلو نه پس وړومبې د بيټنګ فيصله کړي وه او دوه سوه شپږ رنزونو باندې پويلين ته واپس شوي چې ورسره قامي ټيم ته د دوه سوه اووه رنرونو هدف ميلاو شوې وو.د زمبابوے لخوا سين ويليمز پنځه اويا او برينډن ټيلر شپږ ديرش رنزونه جوړ کړي وو.د پاکستان طرف نه باؤلنګ کښې افتخار احمد پنځه ، محمد موسي دوه ، ولې حارث روف ،عماد وسيم او فهيم اشرف يو يو وکټ ترلاسه کړيده.هدف پاکستاني ټيم څلور وکټو په زيان پورا کړواو ميچ ئې په خپل نوم کړو، چې ورسره قامي ټيم ته د درې ميچونو سيريز کښې دوه صفر سره برتري ترلاسه شويده.د پاکستان لخوا بيټنګ کښې کپتان بابراعظم شاندار ففټي جوړه کړي او اووه اويا رنزونو سره ناټ آؤټ پاتې شويدے