پاکستان دې د خپلو ناکامو پړه په افغانستان نه اچوي، افغان عبوري وزيرخارجه

پاکستان دې د خپلو ناکامو پړه په افغانستان نه اچوي

د افغانستان خارجه چاروسرپرست وزير امير خان متقي په پاکستان الزامونو جواب ورکړېدے او سختي نيوکي ئي پرې کړيدے، کابل کښې يو دستورې ته وينا پرمهال د متقي وينا وه چې پاکستان دې د خپلو ناکامو پړه په افغانستان نه اچوي، د پيښور دهماکے دے بشپړ تحقيقات اوکړې شې ځکه چې دا څه رنګه ممکنه ده چې د يو خودکش حمله اورپه حمله کښې د جومات چت روغورځيږي او سلو نه زيات پکښې خلک شهيدان کېږي، متقي سوال اوکړو چې د افغانستان نه صرف پاکستان امن ته ولې خطره ده، د افغانستان نور ګاونډي هيوادونو امن ته ترينه ولې ګواښ نشته، افغان خارجه وزير زياته کړه چې بايد پاکستان او افغانستان يو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي۔۔