پاکستان د آئي اېم اېف نه قرضې په هکله د امريکې اندېښنې په مکمله توګه رد کړي

0
9
پاکستان د آئي اېم اېف نه قرضې په هکله د امريکې اندېښنې په مکمله توګه رد کړي

پاکستان د امريکې هغه اندېښنې په مکمله توګه رد کړي دي چې ګني آئي اېم اېف نه قرضه د چين قرضې ختمولو لپاره اخستے کيږي۔
د امريکې وزير خارجه مائيک پومپيو بيان په جواب کښې د خزانې وزارت د دې پېغام رسولو کوشش کړے دے چې پاکستان آئي اېم اېف نه قرضه د چين قرضه ختمولو لپاره نۀ اخلي۔
پاکستان وئيلي دي چې دا خبره بېلکل غلطه ده چې د آئي اېم اېف قرضه د چائنه پاکستان اکنامک کورېډو يعني سي پېک سره تړلې ده او دا چې چين او پاکستان سي پېک منصوبه کښې تنقيد سنجيدګۍ سره اخلي۔
پاکستان کښې معاشي بحران سر راوچت کړے دے او امکان ښودلے کيږي چې دې سره مقابله کولو لپاره پاکستان د آئي اېم اېف نه قرضه واخلي۔
خو ولې امريکې دا الزام لګولے دے چې پاکستان آئي اېم اېف نه صرف دې د پاره قرضه اخلي چې د چين قرضې ختمې کړي۔
مائيک پومپيو په خپل يو بيان کښې دا هم وئيلي وو چې آئي اېم اېف دې په تيارۀ کښې نۀ اوسي ولې چې امريکه په دې معامله باندې ژور نظر لري۔