پاکستان د امريکائي شراکت دارې نه فوائد ترلاسه کول شروع کړې

امريکي پاکستان کښي په سوشل ميډيا لګولي شوي بنديزونو دتشويش اظهار کړي

جنوبي ايشيا لپاره د امريکې نائب وزير خارجه ايلس ويلز وئيلي دي چي پاکستان د امريکائي شراکت دارې نه فوائد ترلاسه کول شروع کړې او امريکه وړو کرونده ګرو سره د جوارو او غنمو فصل د بيمارو نه بچ کولو کښې مدد کوي,
ايلس ويلز ټويټر باندي خپل بيان کښې وئيلي دي چي امريکه بيمارو نه پاک جوارو ،غنمو پيداوار او تجارت کښې پاکستان سره مرسته کوي او امريکې سره د شراکت دارې نه پاکستان فائدے ترلاسه کوي
ټويټ کښې زياته کړې شويده چي د امريکې ادارې په وړه پيمانه د پاکستاني کرونده ګرو مدد کوي چي ورسره پاکستان کښې غذائي تحفظ کښې بهتري راغلې ده،
دوه ورځې وړاندې ډپټي اسسټنټ سيکرټري هم خپله يو مرکه کښې د پاکستاني اشيا لپاره امريکه يو لوئے مارکيټ ګرځولې وو او وئيلي وو چي امريکه به پاکستان سره دې لړ کښې همکاري جاري ساتي