پاکستان د ايف اے ټى ايف سوالونو جوابونه ورکړى

پاکستان د ايف اے ټى ايف سوالونو جوابونه ورکړى

پاکستان د دهشت ګردۍ مالى معاونت مخنيوى ادارې ايف اے ټى ايف ايشيا پيسفک ګروپ لخوا د ورکړې شوې سوالونو جوابونه ورکړى او دغه ادارې د اهدافو ترلاسه کولو څخه خبر کړې
د ايف اے ټى ايف ايشيا پيسفک ګروپ دوئم دور د تهائى لينډ سرښار بنکاک کښې شوې چې پاکستان لخوا د منصوبه بندې وزير حماد اظهر په مشرې کښې وفد ګډون کړې
پاکستان د ايف اے ټى ايف شريک والو ته د کالعدم تنظيمونو اثاثې منجمد کولو او د هغوى هلې ځلې اودرولو په اړه بريفنګ ورکړې او هغوى ئې د پېسو غير قانونى ترسيل اودرولو رنګه ګامونو نه خبر کړى
غونډه کښې د پاکستان حکومت لخوا د سرو زرو کاروبار رجسټر کولو په اړه خبرې شوى او د سرو زرو لين دين کونکو شناختى کارډ نمبر ساتل ضرورى ګرځولې شوى
غونډه کښې پاکستانى وفد ته د هشت ګردو مالى معاونت په اړه يو سل پنځويشت اضافى سوالونه وړاندې کړى وو د کوم جوابات چې تفصيل سره ورکړې شوى او د دغه معاملاتو جاج اخيستې شوې
د ايف اے ټى ايف ايشيا پيسفک دغه مهمه غونډه کښې د وفاقى وزير حماد اظهر نه علاوه د سيټيټ بينک او ايس اى سى پى ايګزيکټيو ډائريکټر
او نيشنل کاونټر ټيررزم اتهارټى ډائريکټر هم دغه غونډه کښې ګډون کړې