پاکستان د روس څخه خام تيل،پيټرول او ډيزلودرآمد کولو فيصله کړي، ايازصادق

پاکستان د روس څخه خام تيل،پيټرول او ډيزلودرآمد کولو فيصله کړي، ايازصادق

د توانائي وفاقي وزير مصدق ملک ووئيلي دي چې پاکستان د روس څخه خام تيل،پيټرول او ډيزلودرآمد کولو فيصله کړيده،دوانړو ملکونو دتجارت او سرمايه کاري پشمول مختلفو شعبو کښې په همکاري زياتولو اتفاق کړے

اسلام آباد کښې د روس اوپاکستان بين الحکومتي کميشن غونډې نه پس وفاقي وزير مصدق ملک اووئيل چې پاکستان به روس څخه د مارچ مياشتې نه د خام تيل،پيټرول اوډيزلو درآمد کول شروع کوي،د خام تيلو خريداري ترڅنګ پاکستان به له روس سره د سټريم ګيس پائپ لائن سټرکچر په اړه به مارچ کښې حتمي فيصله کوي۔
وفاقي وزير اووئيل چې دا وخت د روس سره دومره ايل اين جي نشته چې پاکستان له يې ورکړي،پاکستان به خپل مجموعي ضرورياتوپنځه دريشت فيصد خام تيل درآمد کولو خواهش لري۔
بل اړخ ته غير ملکي خبررسونکې ايجنسي رائټر ترمخه دا دوانړ و ملکونو ترمينځ فيصله شوې چې روس به څخ کال دمارچ په آخر کښې پاکستان ته د تيلو برآمد کول شروع کړي۔ خبر کښې ووئيل شوي چې پاکستان به روس نه توانائي اخستلو پيسې د دوست ملکونو په کرنسي کښې اداکوي۔
بل اړخ ته دپاکستان او روس بين الحکومتي کميشن اتمې غونډې نه پس مشترکه اعلاميه هم جاري کړيده چې دوانړه ملکونه به دتجارت او سرمايه کاري پشمول مختلفو شعبو کښې په همکاري زياتولو اتفاق کړے۔