پاکستان د زمکې نه زمکې باندې ګزار کونکي د بيلاسټک ميزائيل کاميابه ازمائنه کړې

پاکستان د زمکې نه زمکې باندې ګزار کونکي د بيلاسټک ميزائيل کاميابه ازمائنه کړې ، صدر مملکت ، وزيراعظم، جوائنټ چيفس آف سټاف کميټۍ چيئرمېن او سروسز چيفس سائنسدانانو او انجينئرانو ته په دې کاميابۍ اومبارکي ورکړې
دشاهین اے ون دې بيلاسټک ميزائيل ازمائينې کولو مقصد د ويپن سسټم ځني ډيزائن او تکنيکي توان جاج اخستل وو د سټرټيجک پلاننګ ډويژن ډائريکټر جنرل ليفټننټ جنرل نديم ذکي منج، ډاکټر رضا ثمر، د نيسکام چيئرمېن لېفټېننټ جنرل محمد علي، دپاک فوج سټرټيجکي ځواکونو کمانډر لېفټېننټ جنرل محمد علي او د سټرټيجک ادارو سائينسدانانواو انجينئرانو د دي ميزائيل تجربې مشاهده اوکړه دسټرټيجک پلاننګ ډويژن ډائريکټر جنرل د بيلاسټک ميزائيل کاميابه ازمائنه باندې سائنسدانانو او انجنئيرز ته مبارکي ورکړې او د ملک دفاع لپاره ئې د هغوي د هلو ځلوستائنه کړې