پاکستان د سرې لنکا سر ښار کولمبو کښې د دهماکو مذمت کړې دے

خارجه وزارت کابل چاؤدنه کښې د پاکستانې وګړې ککړتيه خبرونه مسترد کړي

پاکستان د سرې لنکا سر ښار کولمبو کښې د دهماکو مذمت کړې دے،ترجمان دفتر خارجه وائې چې پاکستان ترهګرې خلاف جنګ کښې سرې لنکن حکومت سره ولاړ دے،ډاکټر فيصل بهارت لخوا ايل او سې باندې د تجارت ځندولو فيصلې هم غندنه کړې ده
ترجمان دفتر خارجه ډاکټر فيصل خپل يو بيان کښې کولمبو کښې ايسټر په موقع د دهماکو غندنه کړې او وئيلې دي چې پاکستانې اولس او حکومت د سرې لنکا په غم کښې د برابر شريک دې
ترجمان دفتر خارجه دا هم وئيلې دې چې پاکستان ترهګرې خلاف جنګ کښې سرې لنکا سره ولاړ دے
ډاکټر فيصل بهارت لخوا په ايل اوسې د تجارت ځندولو فيصلې هم غندنه کړې او وئيلې دې چې د بهارت دے اقدام سره به د کشميريانو مشکلاتو کښې نوره اضافه اوشې
هغه مودې سرکار لخوا سمګلنګ متعلق پاکستان باندي لږولې شوې الزامونه هم مسترد کړيدې
ترجمان خارجه دفتر زياته کړيده چې ايل او سې باندې تجارت د ډيرو سفارتې کوششونو نه پس شروع شوې وو، او پاکستان سره خبرو اترو کولو نه بغير بهارت لخوا تجارت بندولو فيصله د افسوس وړ ده