پاکستان د صفا نيت نه د کشمير يانو مدد کول غواړى ولې (ن) ليګ په دې کښې رکاوټ جوړوى

0
82

د مخالفو ډلو مشر خورشيد شاه وئيلى دى چې هند ته موقع نه ده ورکول پکار چې هغوى  د کشمير د حالاتو نه فائده واخلى او وئيلى دى چې پاکستان د صفا نيت نه د کشمير يانو مدد کول غواړى ولې (ن) ليګ په دې کښې رکاوټ جوړوى

دا خبرې د مخالفو ډلو مشر خورشيد شاه اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو اترو په وخت کړيدى 
د خورشيد شاه ويناه وه چې که د نوازشريف حکومت پکار وى نو خبره دې کوى قربانى بۀ مونږ ورکوؤ 
د خورشيد شاه مخکښې ويناه وه چې خلق څوک شهيد ان کوى او دعوه ئې په پيپلزپارټۍ راځى 
خورشيد شاه دا هم اووئيل چې کشمير يانو سره ظلم په يو صورت کښې هم نه منو او مودى سرکارى ته موقع نه ده ورکول پکار چې هغوى د کشمير د حالاتو نه غلطه فائده واخلى 
خورشيد زياته کړه چې د پاکستان په نيک نيتۍ د کشميريانو مدد کول غواړى ولې د مسلم ليګ ن قيادت په دې کښې رکاؤټ جوړ شويدے