پاکستان د کابل انتظاميې او حزب اسلامى ډلې ترمينځه د صلحى د موافقې هرکلې کړېدے

0
35

پاکستان د کابل انتظاميې او حزب اسلامى ډلې ترمينځه د صلحى د موافقې هرکلې کړېدے،د خارجه دفتر وياند وائى چې افغانستانيان د امن او خوشحالۍ حقدار دى، پاکستان هم پرامن او په خپلو خښپو ولاړ افغانستان ليدل غواړى
اسلام آباد کښې خارجه دفتر وياند نفيس ذکريا له طرفه جارى شوى بيان کښې افغان دولت او حزب اسلامى ګوند ترمينځه شوې صلحى موافقې هرکلې شوېدے
د هغه وينا وه چې پرامن او مستحکم افغانستان نه صرف پاکستان بلکې د ټولې سيمې په مفاد کښې دے
نفيس ذکريا زياته کړه چې د افغانستان وګړى هم د امن او خوشحالۍ حقدار دى او اسلام آباد انتظاميه به د افغان قيادت لاندې د امن هرقسمه کوششونو مکمل ملاټر کوى