پاکستان ريلوئے خساره اوو ديرش اربه ده، شيخ رشيد

0
17
د کوئټې نه د تفتان پورې د ريل ګاډى پټلۍ بدلو: شيخ رشيد

د تبديلي هوا په ريلوئے کښې هم چليدلي او د ريلوئے وفاقي وزير شيخ رشيد اعلان کړے چي هغه سره يو افسر او وي آئي پي به ريلوئے کښې پروټوکول نه اخلي او کفائتي شعاري پاليسي باندي به عمل کولي شي
ريلوئے هيډ کواټر لاهور کښي خبري غونډي ته وينا پر محال د ريلوئے وفاقي وزير اوئيل چي پاکستاني اولس ريلوئے لپاره وي آئي پي درجه لري او هغه به د کفائت شعاري پاليسي باندي عمل کوي
دينه وړاندي ريلوئے هيډ کواټر راتګ په موقع ريلوئے چارواکو د هغه استقبال وکړو ولي سيکرټري ريلوئے هغه ته بريفنګ ورکړو
غونډي ورسته پريس کانفرنس ته وينا پر محال شيخ رشيد اوئيل چي دے وخت ريلوئے خساره اوو ديرش اربه ده او هغه به څخکال خساره ختمولو کوشش کوي
شيخ رشيد اوئيل چي محکمي کښې اخراجات کمولو آمدن زياتولو او مال ګاړو باندي خصوصي پاملرنه د هغه ټارګټ دے ولي ريلوئے څلور زره جربه زمکه قبضه مافيا نه ازادول د هغه مشن دے
شيخ رشيد ريلوئے سټيشن سره صفائي لپاره ټاسک فورس جوړولو اعلان هم وکړو او وے وئيل چي ملازمين دي خطرے نه بغير ريلوئے ترقي لپاره خپل کردار ادا کړي