پاکستان سره د نوي تعلقات آغاز غواړو: مائيک پومپيو

0
32
پاکستان سره د نوي تعلقات آغاز غواړو: مائيک پومپيو

پاکستان سره د نوي تعلقات آغاز غواړو،د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو اسلام آباد ته د راتګ نه وړاندې په هوائي ډګر ميډيا سره خبرې،دا ئي هم وئيلي دي چي افغانستان کښي جنګ بندې کښې دې پاکستان خپل کردار ادا کړي
د امريکې خارجه وزير مائيک پومپيو نن په يو ورځنې دوره پاکستان ته راځي،اسلام آباد ته د راتګ نه ؤرانډي په ميډيا سره خبرو کښې مائيک پومپيو اميد څرګند کړې چي پاکستان سره به د نوي تعلقاتو آغاز کوي او وئيلي دي چي د امريکې او پاکستان تعلقاتو کښې يو شمير چيلنجونه موجود دي ولي بيا هم تير وختونه به هيرول غواړي چي نوي تعلقاتو کښې پيشرفت اوکړې شي
مائيک پومپيو اوئيل چي افغانستان کښې د امنيت قيام کښې د پاکستان مهم کردار دې او مونږ غواړو چي پاکستان د ثالثې کښې خپله برخه کردار ادا کړي
د امريکې خارجه وزير خپلو خبرو کښې دهړکه هم ورکړې چي که چري پاکستان د مرستې لپاره تيار نه شو نو چي څه به کيږي د هغې په اړه جنرل نکلسن او جنرل ملر وړاندې بيانونه ورکړيدي
مائيک پومپيو زياته کړيده چي پاکستان ته د کوليشن سپورټ فنډ په مد د رقم نه ميلاويدو وجوهات په ډاګه کړې شويدي او دا چي پاکستان ته د وړاندې نه د پيسو نه ميلاويدو خبردارې ورکړې شوي وو