پاکستان سټاک ايکسچينج دمندۍ ښکار

پاکستان سټاک ايکسچينج دمندۍ ښکار ، هنډرډ انډيکس دوه زره نه سيوا پوانټس غورځيدلي، د سرمايه کارانو دري سوه، دوه ديرش ارب روپۍ ډوبي شويدي، بلخوا انټر بينک کښي ډالر قيمت کښي څلور نوي پيسے اضافه شوي،چي ورسره د ډالر نوي قيمت يو سل، شپږ اوويا روپۍ او دوه څلويښت پيسے ته رسيدلي دے

سټاک مارکيټ کښي نن د کاروبار لپاره انتهائي منفي ورځ وه ، هنډرنډ انډيکس دوه زره نه سيوا پوائنټس غورځيدلي ، کوم چي اوس دري څلويښت زره، دوه سوه، څلور ديريش پوائنټس ته راکوز شوي ، د پوائنټس غورځيدو سره سټاک مارکيټ کښې د سرمايه کارانو دري سوه، دوه ديرش ارب روپۍ ډوبي شويدي، د کوم ورستو چي مارکيټ کيپټلائزيشن اووه زره، څلور سوه، اتلس ارب روپے پاتي شويدې بلخوا د ډالر په مقابله کښي د روپۍ قدر نور هم کم شويدے، امريکي ډالر څلور نوي پيسے نور ګران شويدے ، چي ورسره د ډالر نوي قيمت يو سل شپږ اوويا روپۍ او دوه څلويښت پيسے ته رسيدلې دے