پاکستان سټاک ايکسچينج کښې نن د مندې رجحان ليدلې کيږې

0
47
پاکستان سټاک ايکسچينج کښې نن د مندې رجحان ليدلې کيږې

پاکستان سټاک ايکسچينج کښې نن د مندې رجحان ليدلې کيږې،هنډرډ انډيکس کښې څليريشت پوانټس کمې راغلې او پينځه ديرش زره،پينځه سوه، شپږ پنځوس پوائنټس ته راکوز شوې دے،تيرو دوه ورځو دوران هنډرډ انډيکس کښې ريکارډ اضافه شوې وه،مشير اطلاعات فردوس عاشق اعوان هم په دے اضافه باندې د خوشحالۍ اظهار کړيد ے
پاکستان سټاک ايکسچينج کښې د کاروباې هفتې په آخرې ورځ د مندۍ رجحان ليدلې شوې،د کاروبار په آغاز باندې هنډرډ انډيکس سل پوائنټس غورځيدلې وو ولي وروستو په کښې بهترې راغلې ده،د تيرې ورځې مقابله کښې هنډرډ انډيکس کښې څليريشت پوائنټس کمې راغلې او پينځه ديرش زره،پينځه سوه او شپږ پنځوس پوائنټس ته راکوز شوې دے
تيره ورځ هنډرډ انډيکس کښې نهه سوه څلور څلويښت پوائنټس اضافه شوې وه او پينځه ديرش زره ،پينځه سوه او يو اتيا پوانټس باندې کاروبار بند شوې وو
سټاک ماهرين وائې چې آئې ايم ايف پروګرام کښې شموليت نه پس معيشت کښې ممکنه بهترې لوجې سرمايه کار سټاک مارکيټ کښې پيسه لږوې
مشير اطلاعات فردوس عاشق اعوان د سټاک مارکيټ په صورتحال ټويټ کړې،وائې چې تيرو دوه ورځو کښې هنډرډ انډيکس کښې يويشت سوه او پينځه ديرش پوائنټس اضافه يو نوے ريکارډ دے ،تيرو دوه ورځو کښې د حصص کاروبار کښې ټولو نه زياته اضافه شوې ده،هغه ورځ لرے نه ده چې ملکې معيشت به مستحکم اومومي او قام به خوشحاله شې