پاکستان سټاک ايکس چينج باندي د حملے مقدمه سي ټي ډي تهانه کښې درج کړے شوه

پاکستان سټاک ايکس چينج باندي د حملے مقدمه سي ټي ډي تهانه کښې درج کړے شوه

پاکستان سټاک ايکس چينج باندي د شوي حملے مقدمه سي ټي ډي تهانه کښې درج کړے شوه، مقدمه کښې انسداد دهشت ګردي، ايکسپلوزو ايکټ او قتل پشمول نور دفعات شامل کړے شويدي، بلخوا پيښه کښې شهيد شوي پوليس سب انسپکټر محمود شاهد خاورو ته سپارلے شويدے
تيره ورځ کراچۍسټاک ايکس چينج باندي شوي ترهه ګرۍ حملے مقدمه د سرکار په مدعيت کښې سي ټي ډي تهانه کښې درج کړے شويده،
مقدمه کښې انسداد ترهه ګري، ايکسپلوزو ايکټ ، قتل، اقدام قتل او نور دفعات شامل کړے شويدي،
مقدمه د نامعلومه ترهه ګرو پرضد درج کړے شويده چي پکښې د ملزمانو نه برآمد شوي مشين ګنز نمبرز هم ليکلي شويدي،
بلخوا پيښۀکښې شهيد شوي پوليس سب انسپکټر محمد شاهد ميوه شاه قبرستان کښې خاورو ته سپارلے شويدے، د خدائے بخلي جنازه ګارډن هيډ کوارټر کښې ادا کړے شوي چي پکښې د ورثا نه علاوه صوبائي وزير سعيد غني، ائي جي سند مشتاق مهر، ډي جي رينجر سند او نور پوليس افسرانو شرکت کړے وو