پاکستان سپرليګ به په وړومبي ځل قومي زبان اردو کښې کمنټري نشر کيږي

پاکستان سپرليګ به په وړومبي ځل قومي زبان اردو کښې کمنټري نشر کيږي

پاکستاني شائقين کرکټ لپاره د خوشحالۍ خبر، د پاکستان سپرليګ په تاريخ کښې به په وړومبي ځل قومي زبان اردو کښې کمنټري نشر کيږي ،مشهور کمنټيټر رميز راجه او بازيد خان هم اردو کمنټري پينل کښې شامل دي
پاکستان کرکټ بورډ په وړومبي ځل د پي ايس ايل په تاريخ کښې قومي ژبه اردو کښې د کمنټرۍ نشر کولو اعلان کړيدے
پي سي بي ترجمان وائي چې هراننګز کښې به پنځه اوورز اردو کښې کمنټري کولې شي
د پي س بي ترجمان دا هم وئيلي دي چې نامور کمنټيټر رميز راجه ، بازيد خان ، وقار يونس او عروج ممتاز اردو کمينټري پينل کښې شامل کړې شويدي
دې نه علاوه ايلن ولکنز،مائيکل سليټر،ډرک نينس،مارک باؤچراو جونټي رهوډز به انګلش کښې کمنيټري کوي