پاکستان سپرليګ کښې د ګروپ ميچونو مرحله مکمل شوې

پاکستان سپرليګ کښې د ګروپ ميچونو مرحله مکمل شوې، ايونټ کښې نن د دمې ورځ ده، سبا نه به د پلے آف ميچونه شروع کيږي، کواليفائر ميچ به د دوؤ ټاپ ټيمونو اسلام آباديونائيټډ او ملتان سلطانز ترمينځه لوبيږي، فاتح ټيم به براه راست فائنل لپاره کواليفائي کيږي

د پاکستان سپرليګ شپږم ايډيشن وړومبۍ مرحلې کاميابۍ سره سرته رسيدلې ده، نن د پي ايس ايل ټيمونه آرام کوي، سبا نه به د ايونټ نوې مرحله شروع کيږي، واحد کواليفائر ميچ به د اسلام آباد يونائټيډ او د ملتان سلطانز ترمينځه لوبيږي، فاتح ټيم به براه راست د ايونټ فائنل ته رسائي حاصلوي، سباله به دويم ميچ هم لوبيږي، وړومبے ايلي مينيټر ميچ به د پشاور زلمي او کراچي کنګز ترمينځه لوبيږي، د ميچ فاتح به ټيم به په دويم ايلي مينيټر مچ کښې د کواليفائر ناکامه ټيم سره مقابله کوي، او د کاميابۍ په صورت کښې به فائنل ته رسائي حاصلوي