پاکستان سپر ليګ کښې تيره ورځ دوه ميچونه لوبولې شوى

پاکستان سپر ليګ کښې تيره ورځ دوه ميچونه لوبولې شوى، وړومبے ميچ د کراچي کنګز او کوئټه ترمينځه شوے، په کوم کښې چې کراچي کنګز فتح ترلاسه کړے، دويم ميچ کښې اسلام آباد يونائيټډ ملتان سلطان ته شکست ورکړېدے

پي ايس ايل کښې تېره ورځ دوه ميچونه لوبولے شويدي، وړومبي ميچ ماښام شپږ بجې د کراچي کنګز او کوئټه ګليډي ايټرمينځه ترمينځه شوي، کراچي کنګز وړومبے بيټنګ اوکړو او د اووۀ لوبغاړو په زيان ئې يوسل شپږ اوويا رنزونه جوړ کړي وو، په جواب کښې ورته کوئټه ګليډي ايټرز مقرره اوورز کښې يوسل دوه شپيته رنزونه کړي، او په څوارلس رنزونو سره ئې شکست خوړولے دے دويم ميچ د اسلام آباد يونائټيډ او ملتان سلطانز ترمينځه شوي، ملتان سلطانز په مقرره اوورز کښې يوسل يوکم پنځوس رنزونه جوړ کړي وو، کوم چې اسلام آباديونائيټډ د شپږ لوبغاړو په زيان سرکړل، د يونائټيډ کپتان شاداب خان پينځه دېرش او حسين طلعت څلور دېرش رنزونو سره نمايا لوبغاړي وو