پاکستان سپر ليګ کښې شامل ټول لوبغاړي او عمله کورونا وائرس نه کليئر ګوځولې شوي

پاکستان سپر ليګ کښې شامل ټول لوبغاړي او عمله کورونا وائرس نه کليئر ګوځولې شوي

پاکستان سپر ليګ پينځم ايډيشن کښې شامل ټول لوبغاړي او عمله کورونا وائرس نه کليئر ګوځولې شويدي،پاکستان کرکټ بورډ د يوسل اته ويشت لوبغاړو او سټاف اراکينو کورونا ټيسټ منفي راتلو تصديق کړيدې
پي سي بي په اولسم مارچ پي ايس ايل فائيو کښې شامل د ټولو لوبغاړو، سپورټ سټاف اراکينو،ميچ آفيشلز،براډکاسټرز او ټيم مالکانو کورونا ټيسټ لپاره نمونے اخيستې وې د کومو نتائج چې پي سي بي ته ميلاؤ شويدي
د پاکستان کرکټ بورډ چيف ايګزيکټيو وسيم خان تصديق کړې چې پي ايس ايل پينځم ايډيشن کښې شامل ټول لوبغاړي او عمله کورونا وائرس مکمل کليئر ده او ټول ټيسټونه ئې منفي راغلې دي
وسيم خان مطابق پي ايس ايل فائيو کښې شامل ټول بهر ملکي لوبغاړي صحت مند دي او بغير د څه خدشې نه خوشحالې سره خپلو کورونو ته واپس رسيدلې دي