پاکستان سپر لیګ وړومبې میچ ،ملتان سلطان کراچى کنګز ته شکست ورکړې

پاکستان سپر لیګ وړومبې میچ کښې ملتان سلطان ټيم کراچى کنګز ته اووه وکټو سره شکست ورکړېدې

نیشنل اسټيډیم کراچۍ کښی لوبیدلي پاکستان سپر لیګ اولني میچ کښی کراچي کینګز ټيم لخوا ملتان ټيم ته یو سل پنځه ویشت رنزونو هدف ورکړی شوی و‌ؤ.په دی میچ کښی کښی کراچي کینګز لخوا شرجیل خان تر ټولو زیات درې څلوښت رنز جوړ کړي و‌ؤ.ملتان سلطان لخوا په بولنګ کښی عمران طاهر د کراچي کینګز ټيم درې کھلاړیان آ‌ؤټ کړي دي.کراچي کینګز لخوا ورکړي شوی هدف ملتان سلطان درې وکټو په آ‌ؤټ کیدو پورا کړی او کراچي کینګز ټيم ته یې په اولني میچ کښی اووه وکټو سره شکست ورکړی دی.ملتان سلطان لخوا په بیټنګ کښی کپتان محمد رضوان دوه پنځوس ناټ آ‌ؤټ او صهیب مقصود دیرش رنزونه جوړ کړي دي.اولني میچ کښی درې وکټۍ اخیستونکی ملتان سلطان عمران طاهر د لوبې غوره لوبغاړی ګرځولې شوی دی.