پاکستان فيصله کړې ده چې د يو جنګ حصه به هم نه جوړيږي: وزيراعظم عمران خان

پاکستان فيصله کړې ده چې د يو جنګ حصه به هم نه جوړيږي: وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان وئيلې دې چې افغان جنګ له وجې پاکستان کښې هم منشيات او کلاشنکوف کلچر عام شوې او پاکستانې معاشره تباه شوې ده،مونږ وس فيصله کړې ده چې د يو جنګ حصه به هم نه جوړيږو
ډيوس کښې پاکستان سټرټيجې ډائيلاګ ته وزيراعظم عمران خان خطاب کړې،وائې چې ترهګرۍ خلاف جنګ کښې پاکستان ته ډير لوئے زيان رسيدلے دے،قوم د اوويا زره ځانونو قربانې ورکړې ده،افغان جنګ له وجې پاکستان کښې منشيات او کلاشنکوف کلچر هم عام شوے دے،مونږ وس فيصله کړے ده چې د يو جنګ حصه به هم نه جوړيږو
عمران خان وينا وه چې پاکستان افغانستان کښې امن په ځائے کولو لپاره امريکې سره په شريکه کار کوې،افغان طالبان سره امن لوظنامه خطه کښې قيام امن او د پاکستان معيشت لپاره ضرورې ده
وزيراعظم عمران خان اووئيل چې پاکستان د ايران او سعودې عرب ترمينځه تاو تريخوالې کمولو لپاره هم کردار ادا کوې او مونږ هسه کوو چې د دوانړو هيوادنو تعلقات ښه شې
عمران خان زياته کړې چې پاکستان کښې امن په ځائے کيدو لويه فائده سيلګرۍ ته رسيدلے ده،پاکستان کښې د ټولو مذاهبو تاريخې مقامات دې خو بدقسمتۍ نه تير وختونو کښې مذهبې سيلګرې ته پاملرنه نه ده ورکړې شوے