پاکستان مسلم ليګ ن آزاد کشمير کښې داليکشن نتيجې مسترد کړى

پاکستان مسلم ليګ ن   آزاد کشمير کښې داليکشن نتيجې مسترد کړى او دجمعې په ورځ اسلام آباد کښې د احتجاج اعلان کړيدې،دازاد کشمير وزيراعظم راجه فاروق حيدر وائي چې اليکشن کښې دهاندلې ټول ثبوتونه راسره دي،خو په ډاګه کولې ئي نشو، پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي اليکشن دکشميريانو په حقوقو ډاکه ګرځولې او وئيلي چې ازاد کشمير کښې دپيسې په زور ډمي وزيراعظم جوړيدو مقصد کشمير په اړه دعمران خان ايجنډه پوره کولو کوشش کول دي

مظفراباد کښې ن ليګ مشرانو سره مشترکه خبري غونډې ته راجه فاروق حيدر اووئيل چې په اسلام اباد کښې رايوځائې کيدو نه پس به دنيا ته وايو چې زمونږ په حقوقو څنګه ډاکه وهلې شويده ،آزاد کشمير کښې اليکشن نه بلکه فراډ او دهاندلي شويده، شاهد خاقان عباسي الزام لګولې چې رياستي ادارو د پي ټي آئي مرستې کړي اود پي ټي آئي ګټه کښې ئې کردار ادا کړې، پنځه ويشتم جولائي باندې جمهوريت ته شکست شوې او جمهوري اقدار تباه کړي شوي دي، شاهد خاقان عباسي اوئيل چې نن ازاد کشمير نه صوبه جوړولو خبرې کيږې، کوم چې داقوام متحده قراردادنو خلاف ورزي او دکشمير بائللوبرابر ده، که چې مونږ داقوام متحده قراردونو په شا شو او بهارت سره دوه اړخيزه خبرې اترې شروع کړې نو کشميريانوته به قبول نه وي، انتخابي مهم کښې چې کومې خبرې شوي هغه د پاکستان اصولې موقف خلاف دي، په دې موقع احسن اقبال اووئيل چې عمران خان لخوا دکشمير مينډيټ غلا دعالمي سازش برخه دې، کشمير کښې هم دکال دوه زراتلسم په رنګ انتخاباتو غلا شوې، عمران خان د حلقے او تهيلے کهولاو ولو خبرې کوي، ولې دزمونږ ووټونو دوباره ګنتې درخواست مستردکړې شوې ځکه چې دوباره ګنتې سره غله په ډاګه کيدې شوه