پاکستان مسلم ليګ ن ترجمان مريم اورنګزيب په حکومت تنقيد کړے دے

پاکستان مسلم ليګ ن ترجمان مريم اورنګزيب په حکومت تنقيد کړے دے ، وئيلي دي چې د ګهوټکي په سانحه د وزيرانو منفي سياست کول ډيره د افسوس خبره ده ، حکومت د خپلې نااهلۍ پټولو لپاره نور کله پشان هم د دغې پېښې تير حکومتونه ګرځوي ، مريم اونګزيب مطالبه کړېده چې حکومت دې په فوري توګه کوم ځائې کښې د ريلوے ټريکونه خراب دي هلته دې په هنګامي بنيادونو مرمت کار شورو کړي

مسلم ليګ ن ترجمان مريم اورنګزيب په يو بيان کښې په حکومت سختې نيوکې کړي دي ، وئيلي دي چې د ګهوټکي ډهرکي ټرين حادثې باندې د وزيرانو منفي سياست کول د افسوس خبره ده ، پحق رسيدلو کسانو کورونو کښې غم او ژړا ده ، پارليمان کښې د حکومت لخوا ورپسې ملنډې جاري دي ، د سعد رفيق مثبت نشاندهي د کوم لوجې چې حادثې مخې ته راتلے شي ، په دې د حکومت لخوا الزامونه د افسوس خبره ده مريم اورنګزيب ووئيل چې نور کله پشان حکومت د خپلې نااهلۍ پټولو لپاره د دغه پېښې هم تير حکومتونه ګرځوي ، حکومت دې په فوري توګه هغه ټريکونو باندې زر تر زره کار شروع کړي چې کوم خراب پراته دي