پاکستان مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نوازد شهباز شريف د نيب کيس کښي ګرفتارۍ باندي سخت تنقيد کړي

پاکستان مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نوازد شهباز شريف د نيب کيس کښي ګرفتارۍ باندي سخت تنقيد کړي

د پاکستان مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز د پارټۍ صدر شهباز شريف د نيب کيس کښي ګرفتارۍ باندي سخت تنقيد کړي ، وائي که چري په ملک کښي احتساب او انصاف وي نو نن به شهباز شريف نه بلکه د وزيراعظم عمران خان معاؤن خصوصي ګرفتار وو
د سماجي رابطو په ويب سائټ ټوئيټر جاري شوي خپل پيغام کښي مريم نواز شريف وئيلي چه د شهباز شريف قصور صرف دا دے چه هغه دميا نواز شريف ملګرتيا نه ده پريښودي ، مريم نواز وائي چه شهباز شريف جيل ته تلو له ترجيح ورکړه ولي د خپل رور سره ولاړ پاتي شوي.مريم نواز وئيلي که چري ملک کښي احتساب او انصاف وې نو، نن به شهباز شريف نه بلکه د عاصم سليم باجوه او د هغه خاندان ګرفتار وو، مريم نواز زياته کړي چه دا انتقامي احتساب د نواز شريف او دهغه ملګرو حوصلے نه شي کمزورې کولې.مريم نواز حکومت ته په ډاګه کړي چه تاسو د شهباز شريف ګرفتارۍ سره هم خپل دروغ او جعلي مينډيټ نشې بچ کولې ،د شهباز شريف په مشرۍ کښي چه د مسلم ليګ نون وفد په اے پي سي کښي کومې فيصلے کړي د نون ليګ هر کارکن به په دغو وعدو ثابت قدم وي ، مريم نواز اوئيل چه نن مونږ ټول شهباز شريف يو.دمسلم ليګ ن نائب مريم نواز وئيلي چه اوس هاغه وخت لري نه دي چه د دي حکومت او د دې راوستونکيو احتساب به عوام په خپله اوکړي