پاکستان نهه سوه اته ديرش افغان سټوډنټس ته پاکستان ته راتلو اجازت ورکړېدې

پاکستان نهه سوه اته ديرش افغان سټوډنټس ته پاکستان ته راتلو اجازت ورکړېدې، دغه زده کونکي مختلف پاکستاني يونيورسټيانو او تعليمي ادارو کښې زير تعليم دي او د افغانستان کړکيچن سياسي صورتحال لوجې افغانستان کښې نښتې دي
افغانستان کښې پاکستاني سفير منصور احمد خان پاکستان کښې تعليم کونکي افغان زده کونکو په اړه ټويټ کړې، ټويټ کښې هغه وئيلي چې نهه سوه اته ديرش افغان زده کونکي پاکستان ته تلې شي او خپل تعليم جاري ساتې شي، دغه هغه زده کونکي دي څوک چې پاکستاني تعليمي ادارو کښې په باضابطه توګه داخله لري کابل کښې موجود پاکستاني ايمبيسۍ هم په خپل ويب سائټ باندې دغه زده کونکو لسټ جاري کړېدې ياده دي وي چې تيره ورځ افغان زده کونکو پاکستاني ايمبيسۍ ترمخ مظاهره کړي وه او مطالبه ئي کړې وه چې هغو ته پاکستان ته تلو اجازت دې ورکړې شي ولې چې پاکستاني يونيورسټيانو کښې تعليمي نظام شروع شويدې