پاکستان نورو ملکونو له پوځى اډے ورکولو پاليسي پرېښې ده

قامى سلامتيا لپاره د وزيراعظم مشير معيديوسف وئيلى دى چې پاکستان نورو ملکونو له پوځى اډے ورکولو پاليسي پرېښې ده، چين په ګوادر کښې پوځي اډه نه بلکه معاشي اډه لري او دا قسمه اډے قائمولو  لپاره امريکې،روس او مشرقي وسطي ملکونوته هم وړانديزونه شوي وو،معيديوسف وائي چې د افغانستان په معامله د پاکستان او امريکې ترمينځ اوس هم بے باوري شته،واشنګټن انتظاميه پاکستان سره صرف د خپل مفاداتو لپاره تعلقات ساتي

د بي بي سي هارډ ټاک پروګرام کښې مرکې په وخت معيد يوسف وئيلي دي چې پاکستان خپل سوچ او نقطه نظر کښې بدلون راوستي دے مونږ اوس جيو اکنامک نظريه خپله کړيده او غواړو چې د ټولې نړۍ نه خلک پاکستان ته راشي او دلته سرمايه کاري وکړي

د هغه وينا وه چې چين سره د پاکستان سټريټجکي تعلق قائم دے او دا تعلقات وخت تيريدو سره نور هم مضبوطيږي چې ښکاره مثال ئې پاکستان کښې د چين شپيته ارب ډالرو سرمايه کاري کول دي

د يوې پوښتنې په جواب کښې د قامي سلامتيا مشير ووئيل چې د کالعدم تنظيم ټي ټي پي ټول قيادت په افغانستان کښې موجود دے او پاکستان کښې ترهه ګرۍ حملو لپاره به د اشرف غني دور حکومت کښې د افغانستان انټلي جنس ادارے د هندوستان په مرسته دا ګروپ سپورټ کولو

معيد يوسف زياته کړه که چرې کالعدم تنظيم ټي ټي پي د قانون چوکاټ دننه پاکستان کښې اوسيدل غواړي،د خپلو جرمونو سزاګانې قبولوي او هميشه لپاره د تشدد لاره پريخودو ته رضا وي نو حکومت هم دوي سره مذاکرات کولو لپاره تيار دے