پاکستان هاکي ټيم د ټوکيو اولمپک ګيمز پري کواليفائنګ راؤنډ کښې نه دې شامل

پاکستان هاکۍ شائيقينو لپاره د خفګان خبر، انټرنيشنل هاکي فيډريشن پاکستان هاکي ټيم د ټوکيو اولمپک ګيمز پري کواليفائنګ راؤنډ کښې نه دې شامل کړے چې ورسره د پاکستان هاکي ټيم ټوکيو اولمپک ګيمز کښې شرکت امکان ختم شويدے
ملک کښې قومي لوبې هاکي ذوال ورځ تر بله سيوا کيږي، انټرنيشنل هاکي فيډريشن پاکستان هاکي ټيم ته پروهاکي ليګ کښې د شرکت نه کولو سزا ورکړه او ټوکيواولمپک ګيمز کښې د پاکستان شرکت امکانات ختم شويدي
بلخوا صدر پي ايچ ايف آصف باجوه مؤقف هم مخې ته راغلې دے او وئيلي دي چې کوشش به کوي چې پاکستان ټوکيو اولمپک ګيمز کښې شرکت اوکړي ،دې سلسله کښې پاکستان هاکي فيډريشن ايچ ايف آئي ايچ ته خط هم ليږي
آصف باجوه دا هم اووئيل چې په ذاتي توګه به اسلام آباد ته ځي او هلته به حکومتي چارواکو سره په دې مسئله خبرې هم کوي