پاکستان ويمن ټيم دريم يو ورځني ميچ کښې ويسټ انډيز ويمن ټيم ته په څلور وکټو ماتي ورکړي

0
40

پاکستان ويمن ټيم دريم يو ورځني ميچ کښې هم ويسټ انډيز ويمن ټيم ته په څلور وکټو ماتي ورکړي او سيريز ئي دوه يو سره په خپل نوم کړيدي
دوبي کښې دريم يو ورځني ميچ کښې ويسټ انډيز ټاس ګټلو نه پس د بيټنګ فيصله اوکړه او ټول ټيم يو سل نهه پنځوس رنزونو باندي آؤټ شو
پاکستاني ويمن ټيم د يو سل شپيته رنزونو هدف په اته څلويښتم اوور کښې شپږ وکټو په زيان پوره کړي چي پکښې سدره امين دوه پنځوس، ندا ډار شپږويشت او جويريه خان څليريشت رنزونه جوړ کړي وو
پاکستان طرف نه ډيانه بيګ او نشره سندهو دري دري وکټي په خپل نوم کړي
ميچ کښې بهترين بيټنګ باندي سدره امين ته دپليئر آف دي ميچ ايوارډ ورکړي شويدي