پاکستان يو ځائے کښې هم د جنګ حمايت نه کوي،بلاول

پاکستان يو ځائے کښې هم د جنګ حمايت نه کوي،بلاول

وزير خارجه بلاول بهټو زرداري وئيلي چې د نيو ورلډ آرډر لوجې ترقي پزير ملکونه د سختو مشکلاتو سره مخ دي،د درئمي دنيا معيشت سخت په دباؤ کښي دے،وائي چې پاکستان د موسمياتي بدلون لوجې د مختلفو ګواښونو سره مخ دے،بلخوا د روس او يوکرائن جنګ لوجې په دنيا منفي اثرات پريوځي،پاکستان يو ځائے کښې هم د جنګ حمايت نه کوي،د روس او يوکرائن ترمينځه د شخړې حل هم د مذاکراتو د لارې غواړو

ډيوؤس کښې د ورلډ اکنامک فورم دوران د سيکورټي اينډ کوارډي نيشن په موضوع سيشن ته په خطاب کښي وزيرخارجه بلاول بهټو زرداري وئيلي چې د نوي ورلډ آرډر لوجې ايشيائي ملکونه په خصوصي توګه او ترقي پزير ملکونه د مشکلاتو ښکار دي،د درئمي دنيا معيشت د سخت دباؤ لاندې دے،وائي چې پاکستان د موسمياتي بدلون لوجې د مختلفو ګواښونو سره مخ دے،او يو ملک هم په يواځي سر باندې د دے چيلنجونو سره نشي جنګ کولے،په داسي چيلنجز کښې د دنيا نورو ملکونو لخوا هم مرسته پکارده
په دے موقع بلاول بهټو د روس او يوکرائن د جنګ ذکر هم کړے،وئيلي ئي دي چې د دے جنګ لوجې هم په دنيا کښې د ګيس قيتمونه سيواشوي،او د دنيا په نورو ملکونو ئې ډير منفي اثرات پريوتي ،بلاول وئيلي چې د روس او يوکرائن د جنګ متعلق د پاکستان موقف واضحه دے،پاکستان په يو ځائے کښي هم د جنګ په حق کښې نه دے،مونږ غواړو چې دا جنګ د خبرو اترو د لارې ختم شي
بلاول ګيله کړي چې د روس او يوکرائن تر مينځه په تنازعه کښې خو د اقوام متحده په قرارداد عمل کيږي ولې د افسوس خبره ده چې د کشمير په معامله کښي بيا دغه قراردادونه تش د کاغذ ټکړه پاتي شي