پاکستان ټيم ايشين سنوکر چمپين شپ فائنل کښې هندته شکست ورکړې

پاکستان ټيم ايشين سنوکر چمپين شپ فائنل کښې هندته شکست ورکړې

پاکستان ټيم ايشين اسنوکر چمپين شپ په فائنل ميچ کښې هندوستان ته شکست ورکړيدے او ټائټل ئې په خپل نوم کړيدے ، فائنل مقابله کښې پاکستان اسنوکر ټيم دوه په مقابله کښې درې سيټ سره کامياب ګرځيدلے دے
د قطر دارلحکومت دوحه کښې لوبيدلي د ايشين ټيم اسنوکر چمپين شپ فائنل مقابله کښې د پاکستان بابر مسيح او ذوالفقار قادر باندې مشتمل ټيم د هندوستان پنکج ايډواني ،لکشمن راوت او اور آدتيه مهتا ته شکست ورکړيدے
په دې فائنل مقابله کښې د پاکستان اسنوکر ټيم خپل روايتي حريف هندوستان ته دوه په مقابله کښې درې سيټ سره ماتې ورکړيده او د ايشين ټيم اسنوکر چمپين شپ ئې په خپل نوم کړيدے
چمپين شپ کښې پاکستاني ټيم سونا ، بهارتي ټيم چاندي تمغه حاصل کړيده ولې د کانسي تمغه ميانمار او تهائي لينډ ټيمونو په مشترکه توګه حاصل کړيده