پاکستان پشمول ټوله دنيا کښې د معزوره خلقو عالمى ورځ نمانځلے کيږى

0
44
PESHAWAR, PAKISTAN, DEC 03: Disabled people participate in awareness walk arranged by Paraplegic Center and Red Cross to mark the World Disabled Day in Peshawar on Saturday, December 03, 2011. (Fahad Pervez/PPI Images).

په درئم دسمبر پاکستان پشمول ټوله دنيا کښې د معزوره خلقو عالمى ورځ نمانځلے کيږى ، دې سلسله کښې ځائے پرځائے دستورې هم منعقد کړې شويدى ، دې حوالے سره تفصيل ګورو د جواد خان په دې رپورټ کښې
په درئم دسمبر د هرکال په رنګ دا ځل هم د معزوره خلقو عالمى ورځ په ټوله نړۍ کښې نمانځلے کيږى چې مقصد ئې خلقو کښې دا شعور بيدارول دى چې دا بے وسه معزوره خلقو دې مرستې او د هغوى خيال ساتلې شى
د دې ورځې مناسبت سره مختلف سکارى تنظيمونو کښې د دستورو او ورکشاپو تابيا هم شويده
ملکى قانون کښې دې خصوصى خلقو لپاره مراعات کيښودلې شويدى
کال نورلس سوه يو اتيا کښې قامى ايکټ برائے معزوره خلقو لپاره نوکرو کښې خصوصى دوه فيصده کوټه او د علاج مفت سهولتونه شامل دى
دې نه علاوه د معزوره خلقو ماشومانو لپاره سرکارى ادارو کښې پنځه اويا فيصده ،پرائيويټ ادارو کښې پنځوس فيصده فيس معافى او د روزګار فراهمى د قانون برخه دى ولې د بده مرغه د ملکى په دې قانون عمل درآمد نه کيږى او پاکستان کښې موجود دغه معزوره خلق د يو شمير مسئلو سره مخ دى
د يو رپورټ مطابق ټوله دنيا کښې ديرش کروړه آبادى د معزوره خلقو ده ولې پاکستان کښې د معزوره خلقو شميره يو کروړ اتيا لاکهـ ده

واضحه دې وى چې د معزوره خلقو عالمى ورځ نمانځلو منظورى د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ کښې څوارلسم اکتوبر نورلس دوه نوى کښې شوې وه