پاکستان په اصلاحاتى ايجنډې کار کوى ، وفاقى وزير خزانه شوکت ترين

وفاقي خزانے وزيرشوکت ترين وئيلي چې پاکستان په اصلاحاتي ايجنډے کار کوي، د افغان جهګړے نه پاکستان په معيشت اثر غورځېدلې، عمران خان د پاکستان ډوب شوې معيشت بچ کړېدې، هغه دعوا کړې چې پاکستان معيشت به پينځه فيصد شرح سره ترقي کوي، په ملک کښې عوام ته ارزان کورونه او صحت کارډز هم ورکوؤ

واشنګټن کښې وفاقي خزانے وزير شوکت ترين د عالمي بينک نائب صدر سره ملاقات کړې په دے موقع شوکت ترين اوئيل چې پاکستان په اصلاحاتي ايجنډے کار کوې، عمران خان د پاکستان ډوب شوې معيشت بچ کړېدې، د افغانستان جهګړے په پاکستان معيشت اثر غورځولې دې د پاکستان شپيته فيصده آبادي ځوانانو باندې مشتمل دې کومو ته چې د روزګار ضرورت دے، هغه دعوا کړې چې پاکستان معيشت به اوس پينځه فيصده شرح سره ترقي کوي، ملک کښې اولس ته ارزان کورونه او صحت کارډز ورکولې کيږې خزانے وزير دا هم اوئيل چې د پسمانده طبقات تحفظات به يقيني کولې شې، پاکستان او د امريکې تعلقات پخوانې دي د خزانے وزير شوکت ترين امريکې په دورے تلې دې، چرته چې هغه سره د خزانے سيکريټري، اسټيټ بينک ګورنر پشمول نور متعلقه چارواکي موجود دي