پاکستان په نيوزي لينډ کښې شوي ترهه ګرې حملې مذمت کړې

0
64
پاکستان په نيوزي لينډ کښې شوي ترهه ګرې حملې مذمت کړې

پاکستان په نيوزي لينډ کښې شوي ترهه ګرې حملې مذمت کړې او پيښه کښې اوړيدلي ځاني زيان باندې ئې د افسوس اظهار کړېدے،نيوزي لينډ کښې پاکستاني هائي کميشن لخوا جاري شوي بيان ترمخه واقعه کښې د پاکستاني وګړو د زيان څه اطلاع نشته،
د خارجه دفتر ترجمان ډاکټر فيصل لخوا جاري شوي بيان کښې د نيوزي لينډ په جوماتونو شوي حملې افسوس ناکې ګرځولي شويدي
بيان ترمخه خارجه وزير شاه محمود قريشي د ترهه ګرې د دې درناکې پيښې مذمت کړېدے
خارجه وزير دې حملو کښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس اظهار کړېدے
بيان کښې زياته کړي شوېده چې پاکستاني هائي کميشن مقامي انتظاميې سره په رابطه کښې دے او د دې حملو په حواله معلومات حاصلوو
بلخوا نيوزي لينډ کښې قائم پاکستاني هائي کميشن لخوا جاري شوي يو بيان کښې وئيلي شويدي چې دې واقعه کښې د پاکستانيانو د څه قسمه نقصان اطلاعات نه دي رامخې ته شوي
وزير اطلاعات فواد چودهري هم د حملو مذمت کړي او وئيلي ئې دي چې د پاکستاني قوم دعاګانې د نيوزي لينډ او بنګله ديش ټيمونو سره دي