پاکستان په هارټ آف ايشيا کانفرنس کښې په دې وجه کوي چې دا د افغانستان په مسئله دې

0
47

د خارجه دفتر وياند نفيس ذکريا وئيلي دي چې پاکستان په هارټ آف ايشيا کانفرنس کښې په دې وجه کوي چې دا د افغانستان په مسئله دې ، بلخوا د سي پيک په اړه هغه وئيلي دي چې دا د پاکستان او چين مشترکه منصوبه ده او چې کوم هېواد غواړي هغه په دې کښې شاملولې شي
اسلام آباد کښې هفته وار بريفنګ ته د وېنا پروخت د خارجه دفتر وياند بفيس ذکريا وئيلي دي چې پاکستان هروخت مذکراتو ته تيار دې او دا چې د هارټ آف ايشيا کانفرنس کښې پاکستان په دې وجه چې دا د افغانستان په معامله رابللې شوېدې
د روس د سي پيک منصوبه کښې د شاملولو د سوال په ځواب کښې د خارجه دفتر وياند نفيس ذکريا وېنا وه چې دا منصوبه د پاکستان او چين ترمينځه ده او کوم ملک هم غواړي په دې کښې ئې شاملولې شي
د نفيس ذکريا وېنا وه چې په دې منصوبې به شپږ څلويښت اربه ډالره خرچه راځي ولې په دې منصوبه کښې د توانائۍ ، انډسټرې او انفراسټکچر منصوبې شامل دي په دې وجه د دې لاګت څلور پنځوس ارب ډالره پورې رسېدې شي
افغانستان کښې د قيام امن لپاره د کواډريړل کميټۍ په اړه د نفيس ذکريا وېنا وه چې پاکستان په دې کښې هميشه د سهولت کار کردار ادا کړې او اوس چې هم کله پاکستان ته اوئيلي شي نو دوي به پکښې خپل کردار ادا کوي
ترکمانستان کښې د وزېراعظم ميانوازشريف او افغان اولسمشر ډاکتر اشرف غني د ملاقات په اړه نفيس ذکريا وئيلي دي چې په دې ملاقات کښې د باهمي دلچسپۍ او دوه اړخيزه معاملو خبرې شويدي بلخوا هغه د افغان چيف ايګزيکټو ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان دورې تاريخ په اړه وئيلي چې له تر دې دمه نيټه نه دې ټاکلې شوې
امريکه کښې د پاکستان ايمبسۍ باندې د چهاپې خبرونه نفيس ذکريا رد کړل او وئيلي ئې دي چې دا هر څه د جعلي اکاونټونو نه شوي چې مقصد ئې پاکستان بدنامول دي