پاکستان په کابل يونيورستۍ د ترهه ګرحملې په سختوټکو کښي غندنه کړي

پاکستان په کابل يونيورستۍ د ترهه ګرحملې په سختوټکو کښي غندنه کړي

پاکستان په کابل يونيورستۍ د ترهه ګر حملې په سختو ټکو کښي غندنه کړي ، وائي چه نن کابل پوهنتون باندي ددي بې حسه حمله په نتيجه کښي يو شمير قيمتي جانونه ضائع شوي او لوئي شمير کښي بے ګناه خلق ژوبل شوي کوم چه د غندني وړ دي.اسلام آباد کښې د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چه نن کابل کښي دا بې حسه ترهه ګر حمله په دي لحاظ هم د غندني وړ ده چه په دي کښي د ايزدکړي مرکز په نښه کړي شوي.بيان زياتوي چه مونږ دمتاثره کورنيو سره د زړه له اخلاصه غمرازي کوو او د ژوبل شوي کسانو د صځت يابۍ لپاره دعاګو يو.دخارجه دفتر لخواجاري شوي بيان وائي چه دغم او خفګان په دي ګهړۍ کښي زمونږ همدردۍ اودعاګانې د افغان اولس سره دي.بيان زياتوي چه پاکستان د هرقسمه ترهه ګرۍ غندنه کوي او د پرامن او مستحکم افغانستان لپاره به خپله مرسته جاري ساتي