پاکستان پوسټ والي سوات برسي په موقع د هغوئي ياد ګاري ډاک ټکټ جاري کړې

blank

پاکستان پوسټ د والي سوات د برسي په موقع د هغوئي ياد ګاري ډاک ټکټ جاري کړے په کوم چي د سوات اولس دخوشحالي څرګنده ونه کړے۔د والي سوات ميا ګل عبد الحق جهانزيب د دري ديرشمي برسي په موقع پاکستان پوسټ د والي سوات ياد ګاري ټکټ اجرا کړے دکومي نوټيفکيشن چي ډائريکټر جنرل لخوا جاري شويدې۔والي سوات ميا ګل عبد الحق جهانزيب په حکم رياست سوات وقتا فوقتا د حکومت پاکستان سره مالي معاونت پشمول د هندوستان خلاف جنګونو کښې فوجي معاونت هم کړے وو۔دغه شان رياست سوات حکومت پاکستان سره هغه وخت جديد جنګي جهاز فيوري په خريداري کښې هم د حکومت پاکستان سره پوره مرسته کړے وه د کومي ورستو چي د هغه جهاز نوم جهانزيب کيښودلي شوي وو۔حکومت پاکستان د سابقه رياست سوات اخري حکمران ميا ګل عبد الحق جهانزيب په خدماتو خراج عقيدت وړاندے کولو په غرض د هغوئي دري دريشمه برسي په موقع د شل روپو يادګاري ډاک ټکټ جاري کړے کوم چي به د څلورلسم ستمبر نه د ملک په ټولو ډاک خانو کښې د خرڅ لپاره موجود وي۔د سوات اولس دوفاقي وزير مواصلات مراد سعيد او عدنان اورنګزيب شکريه ادا کړے د چا په کوششونو چي د سوات اولس ته يو لوئي اعزاز ورکړے شوې دې

پاکستان پوسټ د والي سوات د برسي په موقع د هغوئي ياد ګاري ډاک ټکټ جاري کړے