پاکستان پيپلز پارټي به په اته ويشتم جون د عوام دښمن بجټ خلاف احتجاج کوي

پاکستان پيپلز پارټي به په اته ويشتم جون د عوام دښمن بجټ خلاف احتجاج کوي

پاکستان پيپلز پارټي صوبائي صدر همايون خان وئيلي دي چي رواني مياشتي په اته ويشتم جون به د عوام دښمن بجټ خلاف صوبي په کچ هر تحصيل کښې به احتجاج کولے شي، او په دهرنو کښې د ګيس او بجلئ بلونه سوزولو والا اوس عوام سوزوي،
پاکستان پيپلز پارټي صوبائي صدر همايون خان بجټ عوام دشمن بجټ ګرځولے او وئيلي ئي دي چي رواني مياشتي په اته ويشتم جون به د عوام دښمن بجټ خلاف صوبي په کچ هر تحصيل کښې به احتجاج کولے شي،
هغه زياته کړي چي يوټرن سرکار عوام د ګرانئ په دلدل کښې اچولے او دا چي پي ټي ائي ملک د معاشي دهشتګردي طرف ته روان کړيدے
همايون خان دا هم اوئيل چي په دهرنو کښي د ګيس او د بجلئ بلونه سوزونکي اوس عوام سوزوي،
صوبائي صدر زياته کړه چي ملک د ائي ايم ايف په وينا چلولے شي،او دا چي پيپلز پارټي به د عوام سره نور زياتے برداشت نه کړي،او ددي خلاف به په هر فورم اواز اوچتولے شي