پاکستان کابل کښى شوى ترهه ګرۍ حملو مذمت او قيمتى ځانونو په زيان د افسوس اظهار کړېدے

0
27

پاکستان په کابل ښار کښى شوى ترهه ګرۍ حملو مذمت او قيمتى ځانونو په زيان د افسوس اظهار کړېدے،د خارجه دفتر وياند ترمخه د ترهه ګرۍ ناسور د خاتمې لپاره افغان دولت سره هرممکن تعاون کولو له تيار يو
د خارجه دفتر وياند ډاکټر فيصل لخوا جارى شوى بيان کښې د افغانستان په سرښار کابل کښې شوى حملو مذمت شوېدے
بيان کښې په دې غمژنه پيښو کښې په انسانى زيان د افسوس اظهار شوېدے
بيان کښې زياته کړى شوى ده چې شرخوښو لخوا معصوم وګړى په نښه کول په اولس کښې بې چينى پيدا کول دى
بيان کښې دا هم وئيلى شوى دى چې د مشکل په دې لمحاتو کښې اسلام آباد انتظاميه د افغان دولت سره اوګه په اوګه ولاړه ده