پاکستان کابل کښې د علماء په احتجاج د خودکش حملې غندنه کړى

0
28

پاکستان د افغانستان سرښار کابل کښې د علماء په اجتماع د خودکش حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړيده، د خارجه دفتر ترجمان وائى چې متاثره خاندانونو په غم کښې شريک يو او د ژوبل کسانو صحتيابې لپاره دعاګو يو

د خارجه دفتر ترجمان خپل يو بيان کښې کابل کښې شوى د علماء په اجتماع د خودکش حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړيده
ترجمان وائى چې د ترهګرۍ په دغه پيښه کښې قيمتى ځانى زيان باندې افسوس دې، په دې ساعت کښې پاکستان د متاثره خاندانونو او افغان حکومت په غم کښې شريک دې
ترجمان خپل بيان د خودکش حملې ژوبل کسانو لپاره دعا هم کړې او وئيلى ئې دى چې پاکستان د هر قسمه ترهګرۍ غندنه کوى