پاکستان کرکټ بورډ نيوزي لينډ سره دري ون ډے ميچونو سيريز لپاره قامي ټيم لوبغاړو نومونو اعلان کړي

پاکستان کرکټ بورډ نيوزي لينډ سره دري ون ډے ميچونو سيريز لپاره قامي ټيم لوبغاړو نومونو اعلان کړي ،بيټر فخر زمان ، حارث سهيل ټيم کښې واپسي کړي ، طيب طاهر او اسامه مير ړومبي ځل ټيم کښې شامل کړلي شوي ، نائب کپتان شاداب خان انجري مسائل له وجي ټيم نه ډراپ کړلي شو
د قامي ټيم عبوري چيف سليکټر شاهد خان آفريدي نيشنل سټيډيم کراچي کښي نيوزي لينډ په ضد دري ون ډے ميچونو سيريز لپاره د قامي ټيم لوبغاړو نومونو اعلان وکړو ون ډے ټيم کښې کپتان بابر اعظم نه علاوه امام الحق ، فخر زمان ، حارث روف ، حارث سهيل ، کامران غلام محمد حسنين ، محمد نواز ، محمد رضوان ، وسيم جونئير ، نسيم شاه ، سلمان علي آغا ، شاهنواز دهاني ، شان مسعود ، طيب طاهر او اسامه مير شامل کړلي شوي په دغه موقع وينا کښې شاهد آفريدي اوئيل چي کپتان او سليکټر په يو پانړه دي ، سليکشن کميټي مشاورت نه پس ټيم منتخب کړي او د چيف سليکټر کرسي د انصاف تقاضه کوي پاکستان او نيوزي لينډ ترمينځه دري ون ډے ميچونو سيريز ړومبي ميچ به نهم جنوري په نيټه نيشنل سټيډيم کراچي کښې لوبيږي ، د سيريز دويم ميچ به يولسم او دريم ميچ ديارلسم جنوري په نيټه شيډول دي