پاکستان کرکټ بورډ ورلډ کپ لپاره د پنځلس کسيزه ټيم اعلان کړے

0
24
پاکستان کرکټ بورډ ورلډ کپ لپاره د پنځلس کسيزه ټيم اعلان کړے

پاکستان کرکټ بورډ ورلډ کپ دوه زره نورلس لپاره د پنځلس کسيزه ټيم اعلان کړے ، وکټ کيپر سرفراز احمد به د ټيم قيادت کوي ولي فاسټ بالر محمد عامر ټيم نه ډراپ کړلے شو
قذافي سټيډيم لاهور کښې قامي سليکشن کميټي مشر انضمام الحق د سليکشن کميټي نورو غړو او هيډ کوچ مکي آرتهر سره مشاورت نه پس د ټيم اعلان وکړو ،خبري غونډي ته وينا پر محال چيف سليکټر انضمام الحق وينا وه چي سليکشن کميټي بهترين او فټنس معيار باندي پورا لوبغاړي ټاکلي او منتخب لوبغاړي ورلډ کپ ګټلو اهليت لري ، انضمام زياته کړه چي ټيم کپتان ، کوچ او سليکټرز په مشاورت جوړ کړلي پاکستان کرکټ بورډ ورلډ کپ لپاره د پنځلس کسيزه ټيم اعلان کړے شوے او هغه لوبغاړو نه بهتر لوبي طمع لري
ورلډ کپ کرکټ ټورنامنټ لپاره د ټيم مشري سرفراز احمد په اوګو ده ، دي نه علاوه د ټيم نورو لوبغاړو کښې اوپنر امام الحق ، فخر زمان ، عابد علي ، مډل آرډر بيټسمين بابر اعظم ، محمد حفيظ ، شعيب ملک ، حارث سهيل ، فهيم اشرف ، سپن زمه واري شاداب خان او عماد وسيم دغه رنګ فاسټ بالنګ محکمه حسن علي ، جنيد خان ، شاهين آفريدي او محمد حسنين باندي مشتمل ده
فاسټ بالر محمد عامر او پاور هټر آصف علي دوره انګلينډ لپاره ټاکلي شوي ولي محمد حفيظ شموليت فټنس سره ټرلي شوے
د يادوني وړ ده چي ټيم به يو دريشتم مئي په نيټه ړومبي ميچ کښې ويسټ انډيز سره مخامخ کيږي ولي د ورلډ کپ مهم ميچ کښي به هغه روائتي حريف هند سره شپاړسم جون په نيټه ډغره وهي