پاکستان کرکټ هم چيف سيلکټر ايشيا کپ لپاره د شپاړس کسيزه سکواډ اعلان کړېدې

0
10

پاکستان کرکټ هم چيف سيلکټر ايشيا کپ لپاره د شپاړس کسيزه سکواډ اعلان کړېدې ، عماد وسيم او محمد حفيظ په ټيم کښې ځائې جوړولو کښې ناکامه شوى دى
پى سى بى هيډکوارټر لاهور کښې پاکستان کرکټ بورډ چيف سيلکټر انضمام الحق فټنس ټيسټ وروستو اتلس نه شپاړس لوبغاړى د ايشيا کپ لپاره ټاکلې دى
ايشيا کپ لپاره ټاکلې شوې لوبغاړو کښې کپتان سرفرازاحمد ، فخرزمان ، شعيب ملک ، محمد عامر ، شاداب خان ، عصام الحق ، شان مسعود، بابراعظم ، اصف على ، حارث سهيل ، محمدنواز ، فهيم اشرف ، حسن على ، جيندخان ، عثمان شينوارى او شاهين شاه افريدى ، شامل دى بلخوا عماد وسيم او محمد حفيظ سکواډ نه ډراپ کړې شوى
ايشياکپ به پنځلس نه تر اتوويشتم ستمبر پورې متحده عرب امارات کښې لوبيږى
پاکستان په خپل اولنى ميچ په شپاړسم ستمبر د کواليفائر ټيم سره لوبوى ولې د قامى ټيم او روايتى حريف هند ترمينځه ميچ به په نولسم ستمبر دبئى کښې لوبيږى