پاکستان کرکټ ټيم د خوندورې مقابلې نه پس وړومبي ون ډے ميچ کښې زمبابوے ته په شپږ ويشت رنزونو شکست ورکړې

پاکستان کرکټ ټيم د خوندورې مقابلې نه پس وړومبي ون ډے ميچ کښې زمبابوے ته په شپږ ويشت رنزونو شکست ورکړې

پاکستان کرکټ ټيم د خوندورې مقابلې نه پس وړومبي ون ډے ميچ کښې ميلمه زمبابوے ته په شپږ ويشت رنزونو شکست ورکړې چې ورسره قامي ټيم ته درې ميچونو سيريز کښې د يو صفر سره برتري لاسه شوه.پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې لوبيدلي يو ورځني ميچ کښې پاکستان د زمبابوے پرضد ټاس ګټلو نه پس وړومبې د بيټنګ فيصله اوکړه او په ټاکلې شوي پنځوس اوورونو کښې ئې اته وکټو په زيان دوه سوه ،يو اتيا رنزونه سکور کړل.د پاکستان لخوا بيټنګ کښې حارث سهيل يو اوويا ،امام الحق اته پنځوس او فهيم اشرف درې ويشت رنزونه سکور کړيدي ولې عماد وسيم څلور ديرش رنزونو سره ناټ آؤټ پاتې شويدے.د هدف تعاقب کښې زمبابوے ټيم دوه سوه پنځه پنځوس رنزونه سکور کړي او ميچ پاکستان په شپږ ويشت رنزونو په خپل نوم کړو.د زمبابوے ټيم طرف نه بيټنګ کښې برينډن ټيلر يوسل دولس ،ويسلے مدهيرا پنځه پنځوس اوکريګ دوه څلويښت رنرونه جوړ کړيدي.د زمبابوے برينډن ټيلر په شاندار بيټنګ پلئير آف دي ميچ ګرځولې شويدے